افغانستانخبرونه

د طالبانو د شخصي اقتدار اوج د زوال علامه ده.

کابل ټیلیګراف (د مرغومي ۳یمه ـ ۱۴۰۳ لمریز)

په جمهوري نظام کې د سولي مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی د طالبانو مشر ملا هیبت الله ته په اشاره کې وايي چې د شخصي اقتدار اوج د زوال علامه ده.

هغه همدارنګه ویلي یو شخص «عقل کُل» نه شي کېدلای چې د خلکو او د اسلامي نړۍ د اجماع خلاف دې روان وي.

ښاغلي ستانکزي ویلي، تعلیم او عدالت د افغان ملت غوښتنه، د اسلامي نړۍ اجماع او د اسلامي نظام اساسات دي.

نوموړي پر خپله اېکسپاڼه ټینګار کړی چې د هیواد د «پتمنو ښځو او نجونو» د تعلیم او نور حقونه باید ورکول شي.

ستانکزی یادې څرګندنې په داسې وخت کې کوي چې د طالبانو مشر په افغانستان کې د نجونو په تعلیم، د ښځو په کار او د هغوی په ټولنیز فعالیت محدودیتونه او بندیزونه وضع کړي دي.

بل خوا ځينې طالب چارواکي په خپلو ویناو کې ښځو او نجونو لپاره تعلیم اړین بولي او وایي چې حکومت باید انحصاري بڼه ونه لري.