کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴يمه – ۱۴۰۳ لمريز)
اسرائیلي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د دفاع وزیر يسرائیل کاتز په لومړي ځل په ښکاره ډول ومنله چې په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه د دوی د حکومت له لورې شوې ده.
د اسرائیل (۱۲شبکې) په يو راپور کې د دغه هېواد د دفاع د وزیر له قوله راپور ورکړی او تاييد کړې یې ده چې په تېره جون میاشت کې د ایران په پلازمینه تهران کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر اسماعیل هنیه باندې برید دوی کړی دی.
نوموړي پر دې سربېره دا ګوتڅنډنه هم وکړه چې اسرائیل به لکه څنګه چې يې د حماس او حزب الله مشران ختم کړل، د یمن د حوثي وسله والو جړې وباسي او هغوی له له منځه يوسي.