افغانستانخبرونه

جاپان له کډوالۍ را ستنیدونکو کورنیو سره ۱.۵ میلیونه ډالر مرسته وکړه

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، جاپان هېواد له کډوالۍ را ستنیدونکو افغان کورنیو سره د یو نیم میلیون امریکایي ډالرو مرسته وکړه.
یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: د جاپان هېواد مرسته شوې پیسې به د دوی له لورې د پاکستان څخه د سپین بولدک او تورخم او د ایران اسلام کلا او مالېک بندرونو کې شاوخوا ۵ زره را ستنیدونکو افغانانو ته ورکړل شي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مرستو کې نغدې پیسې، استوګن‌ځای، روغتیايي مرستې او ټرانسپورټي خدمات شامل دي.

څه موده مخکې هم د جاپان دولت له افغانستان سره د بشرپاله مرستو د وړاندې کولو په موخه ۲۷ میلیونه ډالره ځانګړي کړي وو.