کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)
په هرات ولایت کې سیمه ییزو طالب مسؤلینو د یوه مکتوب په صادرولو سره په تعلیمي کورسونو کې هم د نجونو پر زده کړو د بندیز پرېکړه کړې.
په دغه ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست په مکتوب کې ویل شوي: د طالبانو د مشر د حکم له مخې په دولتي او خصوصي ښوونځیو او تعلیمي موسسو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړه تر امر ثانې پورې تړل شوي او دغه چاره په تعلیمي کورسونو کې هم د تطبیق وړ ده.
په هرات کې د يوه ښوونيز مرکز مسوول رسنیو ته ویلي: یادو تعلیمي مرکزونو ته په ليکلي او شفاهي ډول امر شوى، چې له دې وروسته له شپږم ټولګي څخه د پورته ښځينه زده کوونکو د استخدام اجازه نه لري.
طالبانو ویلي چې د نجونو زده کړې به تر امرثانې پورې بندې وي، خو دا چې دا امرثاني کله پای ته رسیږي، نامعلومه پوښتنه ده.