افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر د بودیجې نشتوالي له امله تړل شوی

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)

سرچینې وایي، په ننګرهار ولایت کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر ظاهراً د مالي بودیجې د نشتوالي له امله د تیرو څو ورځو راهیسې تړل شوی دی.

دا چې اصل حقيقت څه دی، خو په دې وروستيو کې د بهرنيو موسساتو د فعاليت په اړه د طالبانو د مشرانو تر منځ رسمي ناندرۍ روانې دي او همدارنګه بهرني مرستندويه سازمانونه د دوی د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو له مداخلو سر ټکوي.

د دې خبر په اړه تر اوسه د UNHCR یا کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر او یا هم سیمه ییزو مسؤلینو څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کیږي، د طالبانو رهبر په نړیوالو سازمانو د جاسوسۍ له ویرې د فعالیت پر بندیز ټینګار کړ.