کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)
چارواکي وایي، د کیلو پراختیا او بیارغونې وزارت له لورې فراه کې د کج صمد د اوبو بند د جوړیدو څېړنېزې چارې پیلشوي او د دوه ميليارده افغانيو په ارزښت به د دغه بند د جوړولو چارې پیل کړي.
د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د یاد وزارت سرپرست د یاد بند له څېړنيزو چارو لیدنه وکړه او په وینا یې دغه بند د ۵۶ متره په لوړوالي جوړيږي چې د ۱۴۰ ميليون متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت به ولري.
د خبرپاڼې له مخې د یاد بند د جوړیدو پر مهال به زیاتو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي، او په جوړیدو سره به یې ۱۴ زره هکټاره ځمکه هم خړوبه شي.