افغانستانخبرونه

د پاکستان بمبارۍ؛ پکتیکا کې د یوې کورنۍ ۵ غړو په ګډون د ۱۷ تنو جسدونه له خاورو ویستل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴يمه – ۱۴۰۳ لمريز) سیمه ییزې سرچینې وایي، پاکستاني جیټ الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ په مرغه لمن، پڅه مېله او وزبرګي سیمو باندې نن ماښام هوایي بریدونه ترسره کړل.

سیمه ییزې سرچینې وایي، په دغه بریدونو کې تر څلوېښتو پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې تر اوسه یې د ۱۷ تنو جسدونه له خاورو را ویستلي.

د دغه سرچینې د معلوماتو له مخې؛ په وژل شویو کسانو کې د یوې کورنۍ ۵ غړي هم شامل دي، چې درې ماشومان او د هغوی مور او پلار دي.

په ورته وخت کې پاکستاني خبریال طاهر خان او د افغانستان شمشاد تلویزیون د طالبانو له قوله د پېښې پخلی کړی.

پاکستاني خبریال طاهرخان د طالب چارواکي له قوله لیکلي: چې د پاکستان د جیټ الوتکو یو برید د وزیرستاني بې ځایه شویو کورنیو باندې شوی، چې ماشومان او میرمنې هم په کې وژل شوي او د نورو معلوماتو لپاره یې څېړنې پیل کړي.

بلخوا د پاکستاني استخباراتو اړوند سرچینو هم تائید کړې، چې برید د دوی لخوا شوی او په ترڅ کې د پاکستاني طالبانو ۴ مرکزونه په نښه کړي.

د دغه برید سره هم مهال پاکستاني جیټ الوتکو د خوست په افغان دبۍ سیمه کې هم بمبارۍ کړي، خو د تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.

دغه برید په داسې حال کې کیږي، چې نن د افغانستان لپاره د پاکستان ځآنګړی استازی کابل ته راغلی او د طالبانو د سیاسي او امنیتي سکتور مشرانو سره یې لیدنې ترسره کړي.

د دې برید په اړه به کره او وروستي معلومات وروسته شریک شي.