افغانستانخبرونهکابل ټیلیګراف

د طالبانو دفاع وزارت: په پکتیکا د پاکستان برید به بې ځوابه پرې نږدي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د طالبانو د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستان له لورې په پکتیکا ترسره شوي بریدونه غندل شوي او ویلي، چې دغه بریدونه به بې ځوابه پرې نږدي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، په بمبارۍ کې عام ولسي خلک چې اکثره یې وزیرستاني کډوال دي، په نښه او وژل شوي دي.

اعلامیې زیاته کړې، دوی دغه وحشیانه برید د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او تجاوز یې بولي او دغه راز یې په کلک غندي.

دفاع وزارت ویلي: پاکستان باید پوه شي، چې دغه ډول خپلسرې عمل د ستونزو حل ندی او د دغه کرغېړن عمل به بې ځوابه پاتې نشي، بلکې د خپلې خاورې او حریم څخه دفاع خپل حق ګڼو.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني جیټ الوتکو نن د پکتیکا برمل ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو هوایي بریدونه وکړل، چې د معلوماتو له مخې د یوې کورنۍ د ۵ غړو په ګډون یې ۱۷ تنه وژل شوي کسان له خاورو را ویستل شوي.

ویل کیږي، د دغه بریدونو له امله د تلفاتو شمېر زیات دی، چې وروسته به په ډاګه شي.