خبرونهنړۍ

په سعودي عربستان کې سږ کال تر ۳۰۰ ډېر کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د بهرنیو رسنیو د را پورونو له مخې؛ سږ کال سعودي عربستان کې ۳۳۰ مجرمینو ته د مرګ سزا ورکړې، چې له یاد شمېر څخه یې تر سلو زیات بهرني وګړي دي.

د بشري حقونو یوه فعاله سازمان ویلي: په سعودي عربستان کې سږ کال تر ټولو زیات کسان اعدام شوي او دوی دغه شمېرې مجرمینو ته د مرګ سزا د ورکولو له مخې را ټولې کړي.

په سعودي عربستان کې ۲۰۲۳ کال کې ۱۷۲ او په ۲۰۲۲ کال کې ۱۹۶ تنه اعدام شوي دي.

ویل کیږي، د سږ کال په اعدام شویو کسانو کې ډېری یې د نشه يي توکو د قاچاق له امله په اعدام محکوم شوي وو.