افغانستانخبرونه

په کونړ کې يو زلمی او يوه پېغله وژل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز)

سيمه ييزو سرچينو رسنیو ته وويل، چې پرون غرمه د کونړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ د وطلي سيمې يو ځوان او نجلۍ د نامشروع اړيکو په تور په ډزو ویشتل شوي دي.

په دې پېښه کې هلک او نجلۍ دواړه وژل شوي دي.

دغه راز يو بل تن هغه مهال ټپي شو، چې يوه ډله کسان د قرباني هلک د کورنۍ لخوا د قرباني نجلۍ کورنۍ ته د همدې موضوع په تړاو د سپيناوي لپاره ورتلل. پر دوی هم ډزې شوې وې.

د پېښې د څرنګوالي په تړاو بشپړ جزئیات تر اوسه نه دي ترلاسه شوي.