کابل ټيليګراف (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د سوريې په حماة ښار کې د کرسمس د ونې د سوځولو په غبرګون کې د سوريايي عيسويانو د پراخه لاريونونو په په پایله کې د سوريې نوي حکومت د ډيسمبر ۲۵مه او ۲۶مه نېټه رسماً د کرېسمس رخصتي اعلان کړه.
د دوشنبې په ورځ څو وسلوالو کسانو د حماة ښار په سقلبیه سيمه کې د کریسمس ونه (چې میسحيان ورته په تقدس قايل دي) وسوځوله چې دغه کار د مسيحيانو غوسه راوپاروله او لارو کوڅو ته راووتل.
د امنيتي ځواکونو له خوا لاريونوالو ته ډاډ ورکړل شو چې د پېښې عاملين به نيول کېږي او سزا به ورکول کېږي.
څو ساعته وروسته د سقلبيه کليسا د پاپ له خوا اعلان وشو چې د پېښې عاملين د عمومي امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي او د کرېسمس ونه به بيرته ورغول شي.
په سوريه کې د بشارالاسد د رژيم خلاف د وسلوالو ډلو د ايتلاف مشر ابو احمد الجولاني هغه وخت چې وسلواله جګړه يې کوله ژمنه کړې وه چې د بريا په صورت کې په سوريه کې به د لږهکيو حقونه خوندي وي او هر څوک به خپله مذهبي او توکميزه ازادي ولري.