کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د سوریې د انتقالي حکومت د کورنیو چارو وزیر نن اعلان وکړ چې د طرطوس په ختیځ کې د بشار الاسد له وفادارو ځواکونو سره په نښته کې یې ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
دغه راز په حلب ښار کې د علویان د مزار د سوځولو په اعتراض کې د لاذقیه، طرطوس، حمص او حما په ښارونو کې زرګونو خلکو تیره ورځ لاریونونه ترسره کړل.
د دغه لاریونونو د زیاتوالې له امله د سوریې نظامیانو د تیر ماشام له شپږ بجو تر نن سهار اته بجو پورې د حمص او لاذقیه په ښارونو کې په تګ راتګ بندیز لګولی.