افغانستانخبرونه

د بشارالاسد مېرمن په سرطان ناروغۍ اخته ده

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز)

را پورونو وایي، د بشارالاسد میرمن اسماء الاسد د سرطان په لیوکیمیا ډول ناروغۍ اخته شوې، چې د ژوندۍ پاتې کېدو امکانات یې پنځوس سلنه ښودل شوي دي.

نړیوالو رسنیو د طبي کارپوهانو له قوله لیکلي: لیوکیمیا یو ډول سرطان دی، چې د هډوکي میرو کې پیل کیږي او د غیر معمولي سپینې وینې حجرو د تولید لامل کیږي، چې د ناروغ د بدن د وینې جوړونکي ارګانونه لکه د هډوکي میرو او لیمفاټیک سیسټم باندې مستقیمه اغیزه کوي.

د ټیلیګراف د راپور له مخې، د بشار الاسد میرمن اسما الاسد د لیوکیمیا په سرطان ډول ناروغۍ د اخته کېدو له امله د ژوندۍ پاتې کېدو پنځوس سلنه چانس لري.

په راپور کې ویل شوي چې اسماء الاسد له تشخیص وروسته د ناروغۍ د انتقال د خطر د کمولو له امله جلا ځای کې تر درملنې لاندې ده.

د راپور له مخې، اسماء الاسد مخکې په ۲۰۱۹ کال کې د سینې له سرطان سره مبارزه کړې وه، خو تر یوه کال درملنې وروسته هغې له دغه ناروغۍ څخه نجات تر لاسه کړ.

د یادولو وړ ده چې اسماء الاسد چې د لندن د یوې ډاکټرې لور ده په ۲۰۰۰ کال کې د سوریې د مخکیني ولسمشر بشارالاسد سره واده وکړ او درې اولادونه لري.