خبرونهنړۍ

په خلکو د موټر ورخیږولو پېښو زیاتوالی؛ نیویارک ۶ تنه په موټر وهل شوي

په المان کې په خلکو د موټر ور خیږولو خونړۍ پېښې وروسته په نیویارک کې په یوه تازه پېښه کې یو تن شپږ تنه په موټر وهلي.

د را پورونو له مخې؛ تیره ورځ یو تن د نیویارک په مهتن ښار کې شپږ تنه په موټر ووهلي، چې د یوه نهه کلن هلک په ګډون درې تنه د سختو ټپونو له امله روغتون ته رسول شوي دي.

تر اوسه د یادې پېښې څرنګوالی معلوم ندی، خو پولیسو وایي، په اړه یې څېړنې پیل کړي.