کابل ټيليګراف (د مرغومي ۷مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، د پاکستان تحریک طالبان د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي او دغه چاره دوی ته نوره د زغم نده.
نوموړي چې نن یې د دې هېواد کابینې ته خبرې کولې، له افغانستان سره یې د اړیکو ښه کېدل هغه مهال شونی وبلل، چې دغه هېواد د پاکستاني طالبانو د تحریک مخه ونیسي.
شهباز شریف درې ورځې وروسته له هغې دا څرګندونې کوي، چې پاکستاني ځواکونو په پکتیکا کې درې ورځې وړاندې هوایي بریدونه ترسره کړل.