کابل ټيليګراف (د مرغومي ۷مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر نن د دې هېواد پارلمان منحل کړ او اعلان وکړ، چې د فبروۍ په میاشت کې به له وخت مخکې ټاکنې ترسره شي.
دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې یوه میاشت وړاندې د لومړي وزیر اولاف شولز په مشرۍ حکومت ړنګ شوی و.