افغانستانخبرونه

خوست او پکتیکا ډيورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د نښتې پر مهال ۱۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۸مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د دفاع وزارت سرچینو ویلي، د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته کې ۱۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي.

دغه سرچینې زیاته کړې، په دغه نښته کې چې نن سهار وخته پیل شوې، د دواړو ولایتونو په ډيورنډ ته څېرمه سیمو کې د پاکستان ګڼ شمېر پوستې سوزول شوي او نیول شوي، دغه راز یې د پاکستان لورې په برید کې خوست کې د درې ملکي وګړو د وژل کېدو پخلی کړی.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د یادې نښتې پخلی شوی او زیاته کړې، د هیواد د جنوب ختيځ له استقامته د فرضي کرښې  بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې  بریدونو تنظمېدل.

له بلې خوا د خوست او پکتیکا ولایتونو سرحدي سیمو کې یو شمېر کورنیو ته د زیان اوښتو خبر ورکړل شوی دی.