کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۸مه – ۱۴۰۳ لمريز)
طالبان وایي، د کابل د هوايي ډګر پر سړک د کورنيو چارو وزارت ته څېرمه نن سهار چاودنه شوې.
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي، دغه چاودنه د کابل شیخ زايد روغتون ته څېرمه د هوایي میدان په څلور لارې کې شوې ده او څلور تنه پکې ټپيان شوي چې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي او د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي.
د خپلواکو سرچينو د لومړنيو معلوماتو له مخې ځانمرګی بريد شوی چې تلفات لري .
دا چې د دغه بريد هدف څوک ګرځېدلي، لا تر اوسه دقيق معلومات نشته.