په خوست کې طالب مسوولان وایې، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ګاز ډبې چاودنې له کبله د یوې کورنۍ څلور غړو ژوند بایللی دی.
د خوست امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند مستغفر ګربز وایي، چې دغه پیښه تېره شپه د خوست ښار لویدیځ لوري ته د «رسول نواب» په مارکېټ کې رامنځته شوې.
د نوموړي په خبره، چې ګاز ډبه په یوه کور کې چاودلې او له امله یې د یوې کورنۍ یوه میرمن، دوه ماشومان او یوه ماشومه مړه شوي دي.
د هغه په وینا یاده پېښه د کورنۍ د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.
د هوا په سړېدو سره د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره د کورنیو بې احتیاطي ښودل شوې ده.