د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولانو ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د دغه ولایت له حوزوي روغتون سره د روغتیایي کېټونو په برخه کې مرسته ترسره کړې ده.
د هرات د عامې روغتیا ریاست څخه(یک شنبه،۹د مرغومې)په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد سازمان د دغه ولایت کې له ۶۵۰ بستریز روغتون سره ۴۰ کارټنه درمل، طبي کېټونو او اړینو روغتیايي توکو مرسته کړې ده.
د هرات له حوزوي روغتون سره دا مرستې داسې مهال شوي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت روغتیایي مسوولان د هرات د مرکز او ولسوالیو په روغتیایي مرکزنو کې د درملو او نورو اړینو روغتیایي توکو له کمښته اندېښنه ښودلې وه.