افغانستانخبرونه

د طالبانو مشر د ګاونډیانو د حریم ساتلو په اړه فرمان صادر کړ

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۹مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو رهبر ملا هیبت الله اخوندزاده د ګاونډیانو د حریم ساتلو په موخه تازه فرمان صادر کړی دی.

په دغه فرمان کې چې تیره ورځ خپور شوی لیکل شوي: ودانۍ جوړوونکي د ګاونډي د کور لوري ته د داسې کړکیو پرېښودو حق نه لري، چې د کور داخلي ځایونه لکه انګړ، ‏پخلنځی یا کوهی ترې ښکاره شي.

رسنیو د دغه فرمان له قوله ویلي: که داسې کړکۍ پرېښودل شوې وي، نو د ضرر د مخنیوي لپاره باید د انسان د قد په اندازه دیوال جوړ یا بله مناسبه وسیله وکارول شي.

په دغه فرمان کې د مخکینیو ودانیو د حریم اصول مراعت کولو باندې هم ټینګار شوی، ښاروالۍ او اړونده ادارو ته دنده ورکول شوې، چې د ودانیو جوړولو پر مهال د یادو حکمونو تطبیق وڅاري او د سرغړونې مخه ونیسي.