کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۹مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د سرپرست حکومت چارواکي وایي، په کونړ کې د هغه جبري نکاح مخه نیولې چې یوه اتلس کلنه نجلۍ اویا کلن سپین ږیرې ته ور کول کېده.
د دغه حکومت د امر لمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدولو وزارت وایي؛ کونړ کې د دوی محتسبینو د هغې اجنکاح مخه نیولې، چې له امله یې یو پلار خپله ۱۸ کلنه لور د ۲ سوه زره افغانیو په بدل کې ۷۰ کلن سپينږيري ته ورکوله.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د شریعت له مخې، نکاح یو سپیڅلی تړون دی او د دواړو لوریو خوښه پکې اړینه ده.