خبرونهنړۍ

بلغاریا کې له ۱۲ زرو زیاتو کسانو د نړیوال خوندیتوب غوښتنه کړې

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۹مه – ۱۴۰۳ لمريز)        

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۲۱۶۴ څخه زیاتو کسانو چې ډېری یې د سوریې، افغانستان او مراکش اوسېدونکي وو، په بلغاریا کې د نړیوال خوندیتوب لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د دغه راپور له مخې، د دغو کسانو نږدې څلور زره یې ماشومان او ۶۴ سلنه یې (۲ زره او ۵۶۹ کسان) بې سرپرسته دي.