افغانستانخبرونه

د ایران او پاکستان له کډوالۍ ۱۱۵ کورنۍ را ستانه شوې

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۹مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د سرپرست حکومت اړوند رسنۍ وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان او ایران له کډوالۍ څخه ۱۱۵ کورنۍ افغانستان ته را ستنې شوې.

باختر اژانس خبر ورکړی، چې دغه کورنۍ د سپین بولدک، تورخم، پول ابرېشم او اسلام کلا سرحد له لارې افغانستان ته را ستني شوي دي.