کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
په لغمان کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د طالبانو رېنجر موټر یوه کوچنۍ ماشومه لاندې او مړه کړې ده.
سرچینې وايي چې دا پېښه یکشنبه د مرغومې پر ۹مه د سهار شاوخوا ۸:۰۰ بجې د الیشنګ ولسوالۍ په «شمرام» سیمه کې شوې ده.
سرچینه وايي چې دا نجلۍ شاوخوا ۱۰ کلنه وه او له خپل کور څخه د هټۍ پر لور روانه وه چې د طالبانو رنجر موټر لاندې کړه.
يو شمېر شنونکي وايي چې له موټرچلوولو سره نابلدتيا او بې احتياطي د طالبانو په منځ کې عامه خبره ده او ډېر وخت يې ټرافيکي پېښو کې پخپله طالبان هم قرباني شوي.