کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې له پاکستان او ایران څخه له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرسته کوي.
یاد سازمان په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې داهڅې د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق په مالي ملاتړ ترسره کېږي.
دغه سازمان زیاته کړې چې هڅه کوي د بشردوستانه شریکانو په همکارۍ راستنېدونکو ته اړین خدمات وړاندې کړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په ټینګار سره ویلي، چې د پلانونو یوه برخه یې د راستنېدونکو د ژوند شرایطو ښه کول او د هغوی د استوګنې په سیمو کې د اسانتیاوو برابرول دي.
بلخا د طالبانو تر ولکې لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمیرې ښیي چې په تېرو نهو میاشتو کې تر یو ملیون زیات افغان کډوالو له ګاونډیو هیوادونو بیرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
بې روزګاري، اقتصادي ستونزې او د استوګنې ځای نشتوالی د راستنېدونکو کډوالو هغه ستونزې دي چې لاهم حل شوي نه دي او پر ځای پاتې دي.