کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
په کونړ کې طالب مسوولان خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې یې د یوې ۱۸ کلنې نجلۍ سره د یو ۷۰ کلن سړي د جبري نکاح مخنیوی کړی دی.
په کونړ کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نجلۍ پلار د خپلې لور له خوښې پرته غوښتل چې د پېسو په بدل کې دغه ۷۰ کلن سړي ته د دوه سوه زره(دوه لکه) افغانیو په بدل کې خپله ۱۸ کلنه لور په نکاح کړي چې دوی یې مخنیوی کړی.
له دې څه موده وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د زر ګونه جبري نکاح ګانو مخه نیولې ده.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د نجونو د دا ډول جبري نکاح ګانو لړۍ چټکه شوې، چې لامل یې تر ډېره اقتصادي ستونزې، بېکاري او ناسم دودونه بلل کېږي.