افغانستانخبرونه

په تګاب کې طالبانو د عصري علومو زده کوونکي له جومات نه منع کړي

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په جامع جومات کې د یکشنبې په ورځ له ماسپښين لمانځه وروسته ځايي محصلينو او د کانکور آزموينې لپاره د اماده ګي کورسونو زده کوونکو ته خبرداری ورکړل شو، چې تر دې وروسته د خپلو درسونو د تکرار لپاره جوماتونو (جامع جومات او نورو ټولو جوماتونه) ته نشي تللی.

يو محصل رسنیو ته وويل، دوی ته د دغه بنديز دليل نه دی ويل شوی، خو ټول هغوی چې د عصري زده کړو د تکرار لپاره د جومات صحن ته ورتلل، د طالب جنګياليو لخوا منع اعلان شول: «په ظاهره دا کار د امنيتي دلايلو له وجې کېږي، خو د مدرسو په طالب العلمانو بيا دغه بنديز نشته او پر موږ شته دی.»

همدارنګه ټولو محصلينو او زده کوونکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې سرغړونکي به ونيول شي او امنيتي ادارو ته به ولېږدول شي.

دغه محصل وايي: «د جومات ارامه فضا د درسونو د تکرار لپاره ډېر مناسب ماحول دی، خو نن موږ له دې فضا څخه هم محرومه شوو.»

دا په داسې حال کې ده چې همدا پرون د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي وويل چې د زده کړو د عصري کېدا لپاره به ډېر ژر پر يوه ميکانيزم سلا ته سره ورسېږي او د ديني او عصري زده کړو تر منځ به فاصله رالنډه کړي.