کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
په هیواد کې یو شمیر سوداګرې ښځې شکایت کوي چې د کاري جواز اخیستو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
زرمینه چې د کابل اوسېدونکې ده او د خیاطۍ یو مرکز یې جوړ کړې وایې، له هغې سره په یاد مرکزې شل هغه میرمنې په کار بوختې دي چې د کورنۍ سرپرست نه لري او د همدې خیاطۍ له لارې د کور لګښتونه پوره کوي.
نوموړې وایې نږدې یو کال کیږي چې د کاري جواز په اخېستو نه ده بریالی شوې او د طالب مسوولانو له لوري ورته کاري جواز نه ورکول کیږي.
هغې وویل:«ما د خیاطۍ مرکز جوړ کړی چې شل ښځې راسره په کې د ښځو د جامو ګنډولو په برخه کې کار کوي، کال پوره کیږي چې هڅه کوم کاري جواز واخلم خو د مسوولو چارواکو له لوري راته جواز نه راکول کیږي کله وایې، ښځې د کار حق نه لري او هسې انې بهانې کوي.»
د ننګرهار اوسېدونکې او ښځینه متشبثه روقیه افغان هم ورته شکایت کوي او وایې، له نورو ولایتونو سربېره په ننګرهار هم کې ښځینه صنعت کارې د کاري جواز اخیستو په برخه کې له کړاو سره مخ دي.
هغې وویل:«کله چې د جواز اخیستو پسې ورشو، نو راته وایې چې ښځې خو د کار حق نه لري ولې کاري جواز اخلې کله راته وایې، تاسې باید تر پنځوس زره افغانیو ضمانت په بانک کې جمع کړې او بیا به جواز درکړو څو میاشتې کیږي چې همدا ستونزې دي او د حل هیڅ لار نشته.»
نوموړې د طالبانو له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي چې ښځينه متشبثو ته دې د کاري جوازونو د ورکړې په برخه کې لازمې اسانیتاوې رامنځته کړي.
بلخوا د طالبانو تر ولکې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له تېرو څه باندې درېیو کلونو راهیسې نږدې لسو زرو متشبثو ښځو ته کاري جوازونه ورکړل شوي دي.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه ویل شوي چې دامهال په ټول هېواد کې د متشبثو لپاره د کوچنیو کاروبارونو او همداراز پانګونو ته زمینې برابرې شوې دي.
بلخوا یو شمېر متشبثې ښځې بیا شکایت کوي چې د طالبانو له لوري د کار جوازونه پر وخت نه ورکول کیږي او له همدې امله یې ډیر کله چارې له ستونزو سره مخ وي.
دغه راز ځینې متشبثې ښځې بیا د خپل کاروبار له پيکه کېدو شکایت لري او له اړوندو مسوولینو غواړي په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
متشبثې ښځې دغه راز کم رنګه بازار، د خامو موادو نشتون، د برښنا کمښت او لوړې تعرفې هغه ستونزې دي چې له کبله یې دوی چارې ټکنۍ شوي دي