د اوکراین او روسیې جګړې ګټوونکی به څوک وي؟
د اوکراین د دفاع وزیر اعلان وکړ، چې هېواد یې د خپل نظامي صنعت د پیاوړتیا لپاره له ډنمارک، فرانسې او لیتوانیا څخه تر ۱۵۰ میلیونه یورو ډیره مرسته تر لاسه کړې ده.
د یاد هېواد د دفاع وزیر روستم اومروف ویلي: دغه مرسته به په ځانګړې توګه د توغندیو، ژورو ډرون الوتکو او توپچي سیسټمونو په تولید کې وکارول شي.
په داسې حال کې چې اروپايي هېوادونه له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې د کیف د ملاتړ لپاره مرستو ته دوام ورکوي، د روسیې او اوکراین د جګړې وضعیت د روسیې په ګټه دوام لري.
راپورونه وايي، روسیې په دونیتسک سیمه کې د پام وړ پرمختګ کړی او د دې ختیځې سیمې ځینې ښارونه یې نیولي دي.
به ورته وخت کې د جګړې له سیمې څخه د راپورونو له مخې؛ اوکراینیانو د اګست په میاشت کې په کورسک کې د 984 مربع کیلومتره ځمکې له 40٪ څخه ډیر له لاسه ورکړی، چې دا د اوکراین لپاره لویه ماتې ګڼل کیږي.
له بلې خوا، په اوکراین کې د جګړې احتمال تر بل هر وخت ډیر ناڅرګند دی.
ټاکل شوې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې په رسمي توګه خپله دنده پیل کړي او د دې جګړې د پای ته رسولو مسله د هغه له ټاکنیزو ژمنو څخه یوه مهمه موضوع ده.
ټرمپ په وار وار اعلان کړی چې له اوکراین سره به د امریکا مرستو ته دوام ور نه کړي، چې دغه څرګندونو اروپايي هېوادونه او اوکراین دواړه اندېښمن کړي دي.
له همدې امله، د “جو بایډن” حکومت په خپلو وروستیو کاري اونیو کې د اوکراین لپاره د 1.25 میلیارد ډالرو په ارزښت د نظامي مرستې کڅوړې مرسته اعلان کړه.
په دغه مرسته کې د ملي پرمختللي سطحې څخه هوا ته د توغولو توغندي سیسټمونه، د هاک هوایی دفاعي سیسټم، همدا راز د سټینګر توغندي او 155mm او 105mm توپخانې را اونډونو په ګډون ګڼ شمېر بېلا بېل ډوله مهمات او وسلې شاملي دي.
اروپايي هېوادونه لا هم هڅه کوي چې له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په حقیقت کې اروپایی هیوادونه اوس د اوکراین د جګړې په چوکاټ کې له جدي ننګونې سره مخامخ دي.
د ټرمپ د تګلارې او د واشنګټن د مرستو د بندېدو له وېرې، دغه هېوادونه پخپله د اقتصادي ستونزو او د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
له بلې خوا د جرمني او فرانسې په ګډون په ځینو اروپايي هېوادونو کې سیاسي وضعیت بې ثباته دی او له روسیې سره د جګړې پر وړاندې ښي اړخو ګوندونو ښه دریځ خپل کړی، چې په اوکراین کې د جګړې په اړه یې د تصمیم نیونې بشپړتیا له ګواښ سره مخ کړې ده.
په دې برخه کې د رومانیا د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د ښي اړخه رومانیايي سیاستوال او له روسیې سره د اړیکو د ملاتړي “کالین ژر ژسکو” د بریا یادونه کولای شو.
دغه راز د یو شمېر نورو اروپايي هېوادونه لکه هنګري او سلواکیا هم په دې باور دي چې له روسیې سره په جګړه کې له اوکراین سره پر خپلو مرستو بیا کتنه کوي.
اروپايي هېوادونه په داسې حال کې اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، چې یو شمېر ملګري هېوادونه په دغه برخه کې له لاسه ورکوي، اخوا د ټرمپ راتګ سره د دې مرستې د کمولو لا زیات احتمال شته.
په حقیقت کې د دې بهیر دوام به د واشنګټن له راتلونکي حکومت څخه معلوم شي، چې ایا د اوکراین د جګړې ګټوونکی روسیه، اوکراین، اروپایي هېوادونه او یا ټرمپ دی؟