افغانستانخبرونه

خوست کې د مسو یو کان موندل شوی

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د خوست محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د «صبریو» ولسوالۍ اړوند «تور تنګي»سیمه کې یې د مسو یو کان موندلی دی.

د خوست د کانونو ریاست لپاره د طالبانو رییس صادق جان حمزه په مشرۍ یو پلاوي د صبريو ولسوالۍ اړوند تور تنګي سیمې ته سفری کړی او هلته یې په غرونو کې یې د مسو د دغه کان د موندلو خبر ورکړی دی.

حمزه ویلي، چې سوېل ختيځ کې خوست ولایت د کانونو او طبيعي زېرمو څخه برخمن ولايت دی.

نوموړي ویلي چې د لومړنيو څېړنو له مخې، په ياده سيمه کې د مسو یو کان شته، چې له څيړنو وروسته به یې د استخراج چارې پیل شي.