کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۱مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، په ۲۰۲۴م کال کې ایران ۷۲ افغانان اعدام کړي، په داسې حال کې چې تیر کال دغه شمېر ۲۵ او ۲۰۲۲م کال کې ۱۶ تنه وو.
دغه سازمان زیاته کړې، دغه کسان د قزل حصار، اصفهان، مشهد، زاهدان، شیراز، یزد او بندر عباس په بند خونو کې اعدام شوي دي.
د دوی د معلوماتو له مخې؛ په ایران کې د تیرو کالونو په پرتله د افغانان د اعدامونو ګراف نږدې ۳ سوه سلنه لوړ شوی دی.
د ایراني چارواکو د معلوماتو له مخې؛ په ایران کې په سلو کې پنځه شپیته بهرني بندیان افغانان دي چې د نشه يي توکو د قاچاق، غلا او له پولې د ناقانونه تېرېو په تور نیول شوي دي.