کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۱مه – ۱۴۰۳ لمريز)
برتانیي چارواکي وایي، په دغه هېواد کې دري افغانان اروپا ته د انساني قاچاق او د ځوانو هلکانو د جنسي ځورونې په تور نیولي.
د یا هېواد د کورنیوچارو وزیرې ایویت کوپر دغه کسان بې رحمه انسان بللي او زیاته کړې، د بلجیم محکمې دوی په غیاب کې محاکمه کړي، چې یو تن په ۱۰ او دوه نور یې په درې، درې کاله بند محکوم شوي.
د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دغه کسانو بانډ به له افغانستان، ایران، ترکیې او بالکان له هېوادونو څخه اروپا ته انساني قاچاق ترسره کولو او ځوان هلکانو څخه به یې د جنسي ځورونې پر مهال فلمونه اخیستل.
د دغه را پورو له مخې؛ یادو کسانو به د دغه فلمونو په سر له ځوانو هلکانو څخه باج اخیسته.
ټاکل شوې، دغه کسان له برتانیې څخه بلجیم ته را ولیږل شي، ترڅو د بند ټاکل شوې موده په دغه هېواد کې بشپړه کړي.