کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۱مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستاني دولتي رسنۍ وایي، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ټاکل شوي ځآنګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي.
محمد صادق خان څو ورځې وړاندې افغانستان ته سفر درلود، چې د سرپرست حکومت د کورنیو، ملي دفاع او بهرنیو چارو سرپرستانو په ګډون یې د ګڼ شمېر لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې ترسره کړې.
د دغه لیدنو د ترسره کېدو څو ساعته وروسته پاکستان په پکتیکا کې هوایي بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې تر ۹۰ تنو پورې کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
له یاد برید دوه ورځې وروسته د طالبانو او پاکستاني ملیشو ترمنځ په سرحدي سیمو کې نښتې رامنخته شوې، چې د دې ټولو تاوتریخوالو وروسته په لومړي ځل د پاکستان لومړی وزیر د افغانستان لپاره د خپل ټاکل شوي استازي سره لیده کاته کوي.
که څه هم د دې لیدنې په اړه ډیر معلومات ندي شریک شوې، خو آټکل کیږي، چې صادق خان به د افغانستان له چارواکو سره د لیدنو پيغامونه د یاد هېواد لومړي وزیر سره شریک کړي وي.