خبرونهنړۍ

جرمني کې په لومړي ځل د مسلمانانو ضد توکمپالنې د را پور ورکولو مرکز جوړیږي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۱مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د را پورونو له مخې د جرمني د شمالي راین ویټفالیا ایالت کې چې ۱.۷ میلیونه مسلمانان په کې ژوند کوي، په لومړي ځل په کې د مسلمانانو ضد د توکمپالنې د راپور ورکولو مرکز MEDAR جوړیږي، چې ژر به فعالیت پیل وکړي.

د WDR دولتي خپرندویې ادارې د راپور له مخې، دا مرکز چې په جرمني هېواد کې لومړنی دی او د شمالي راین ویسټفالیا ایالتي حکومت له خوا جوړیږي، په مسلمانانو باندې بریدونه او جرمي پېښې به ثبتوي او راپور به یې ورکوي.

د MEDAR د فعالیت پیل سره به، په غیر مسلمانو بهرنیانو د توکمپالنې فعالیتونه هم په راپور کې شامل شي.

ټاکل شوې دا مرکز د نوي کال د مارچ یا اپریل تر میاشتې پورې رسماٌ په فعالیت پیل وکړي.