کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۱مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د ترکیې دولتي رسنۍ وایي، د دغه هېواد کورنۍ او ملي روزنیزې الوتکې حور کوش ۲ خپله لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه.
د یاد هېواد ټي ارټي رسنۍ ویلي، دغه الوتکې چې د تورکیې د فضايي صنایعو له قهرمان کازان له تاسیساتو څخه الوتنه وکړه، شل دقیقې په هوا کې پاتې شوه.
دوی زیاتوي، حور کوش ۲ الوتکې پدې الوتنه کې ۶۵۰۰ فوټه ارتفاع او ۱۴۰ کنوټ سرعت ته ورسیده.
ټاکل شوې ده، چې حور کوش دوه الوتکه به د ټولو ازمایښتونو د بشپړیدو وروسته د تورکیې هوايی ځواکونو ته وسپارل شي.
حور کوش الوتکه به د روزنیزو فعالیتونو په موخه وکارول شي.