افغانستانخبرونه

پکتیا کې د ۱۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د پکتیا سیمه ییز چارواکي وایې چې په دغه ولایت کې د متحده عربي اماراتو د حکومت له لوري د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د يوه روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتيا عامې روغتيا رییس ډاکټر معراج ګل عادل وایې، ياد ۱۵۰ بستريز روغتون پر ۲۵ جريبه ځمکه جوړېږي چې دوه ودانۍ لري او هره ودانۍ به څلورو پوړه وي او چارې به يې راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.

د نوموړي په خبره د ياد روغتون جوړولو ترڅنګ به د روغتون د فعاليتونو ټول لګښتونه هم په راتلونکې کې د متحده عربي اماراتو حکومت لخوا ورکول کېږي.

په ورته مهال د پکتیا اوسېدونکي هم خوښ دي او وایې، د دې روغتون پر جوړېدو سره به د روغتيا برخه کې د خلکو شته ستونزې حل شي.

پکتیا کې د یاد روغتونو د جوړېدو چارې داسې مهال پیلیږي، چې لاهم د دغه ولایت په ولسوالیو کې خلک په سم ډول روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري.