کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د یمن د حوثي وسله والې ډلې اعلان وکړ چې د اسرائیلو پلازمېنه تل ابیب او د پلازمېنې سره نږدې ځينې سيمو باندې یې توغنديز بریدونه کړي دي.
حوثي وسله واله ډله وايي چې دغه لرې واټن ويشتونکي بالستيک توغندي يې پرون توغولي دي.
اسرائیلو هم تایید کړې چې دوه توندي په پلازمېنه تل ابیب کې لګېدلي او ځينې مالي زيانونه يې اړولي دي.
تر دغو بریدونو څو ساعته وړاندې په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو استازي داني دنون ويلي و چې د ایران تر ملاتړ لاندې د حوثي وسله والې ډلې ته وروستي ځل خبرداری ورکوي چې پر اسرائیلو له بریدونو دې لاس واخلي.