ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

چینايي هېکرانو د امریکا د مالیې وزارت پر سیسټم برید کړی

کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د امریکا د مالیې وزارت وايي چې د یوې هېکرې ډلې تر بریدونو لاندې يې سیسټم راغلی چې دغه ډله د چین ملاتړ لري او د دوی له کمپیوټرونو يې ډېره ډېټا غلا کړې ده.

رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د امریکا د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ خپور کړي خبر کې ويلي چې د مالیې وزارت پر کمپوټري سيسټم باندې د روانې میاشتې په لومړيو کې برید شوی دی.

د راپور له مخې، هېکران توانېدلي چې د مالیې وزارت درې ډوله انټرنيټي خوندیتوب او اسانتیاو څخه تېر شي، ځان غیر محرمانه اسنادو ته ورسوي او هغه غلا کړي چې چارواکو دا يوه (لویه پېښه) ګڼلې ده.

هېکرانو يو پاسورډ ته لاسرسی پيدا کړی چې د يو امریکايي وګړي دی او هغه د مالیې وزارت سره حساب درلود چې له هماغې لارې هېکرانو د مالیې وزارت سيسټم ته ځانونه رسولي او مهم اسناد يې غلا کړي دي.