کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې(اوچا)د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې وروستیو کې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د فعالیتونو پر وړاندې ننګونې زیاتې شوي او دا ننګونې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.
اعلامیې زیاته کړې چې اوسمهال زیاتره ښځې له دفتر او یا هم په ساحه کې د کار کار کولو اجازه نه لري او دغه راز د سفر په برخه کې پرې هم بندیزونه وضعه شوي دي.
د اعلامیې د مالوماتو له مخې په سپټمبر کې هغو ښځو چې کولای یې شول د مرستو رسولو لپاره سفر وکړي، ۶۴ سلنه وه، خو اوس دا ۵۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې یوه ننګونه بللې او زیاته کړې یې ده، چې یاد قانون د ښځو د فعالیتونو مخه نیولې ده.
د یادې ادارې د مالوماتو پر اساس زیاتره ښځې د طالبانو د محدودیتونو له امله د خپلو دندو پرېښودو ته اړې شوې دي.
اوچا داسې مهال د افغان ښځو د کار پر وړاندې اندېښنه څرګنده کړې، چې په دې وروستیو د طالبانو د اقتصاد وزارت د دغې ډلې مشر د حکم پر بنسټ یو ځل بیا نړیوالو بنسټونو ته خبرداری ورکړی چې ښځې دې پر دندو نهګماري او په ادارو کې دې د هغوی د کار مخه ونیسي.