خبرونهنړۍ

له ارجنټاین او چیلي حکومت د یوه اسرائیلي پوځي د نیولو غوښتنه وشوه

کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

فعالانو په ارجنټاین او چیلي کې له حکومتونو وغوښتل چې یو اسرائیلي پوخي ونیسي.

سیمه ییزو څارنوالانو، د بلجیم د هند رجب فاونډېشن سره په همکارۍ، د ډسمبر په ۲۴مه په ارجنټاین او له دې یوه ورځ وروسته یې په چیلي کې د یوه اسرائیلي عسکر د نیولو په اړه خپل شکایت ثبت کړ.

دوی د دغه شکایت پر مهال له دواړو هېوادونو وغوښتل چې د سار هیرشورن ونیسي.

د یادونې وړده، هیرشورن چې د اسراییلي پوځ د ۷۴۹ جنګي انجینر کنډک غړی دی، په غزه کې په جنګي جرمونو تورن دی.