
کابل ټيليګراف (سلواغې 9مه– ۱۴۰۳ لمريز)
رسنیزې سرچینې وایي، له افغانستان وروسته امریکا په پاکستان هم خپلې مرستې بندې کړې او له امله یې په یاد هېواد کې ګنې پروژې په ټپه درول شوي دي.
جیو نیوز د یوه امریکایي چارواکي له قوله ویلي، پاکستان ته مرستې تر بیا ارزونې پورې ځنډول شوې دي.
د دغه راپور له مخې، د امریکا دغې پرېکړې د انرژۍ، اقتصادي ودې، کرنې، حکومتولۍ، پوهنې او د روغتیا په برخه کې ګڼ پروګرامونه اغېزمن کړي دي.
امریکایي چارواکو ویلي، چې تر ارزونې وروسته به د دغو پروګرامونو د برخلیک په اړه بیا پرېکړه وکړي.
په دې وروستیو ورځو کې امریکا د ۹۰ ورځو لپاره د بهرنيو مرستو ټول پروګرامونه وځنډول.
د افغانستان او پاکستان په ګډون په ځنډول شویو پروګرامونو کې د اوکراین، تایوان او اردن لپاره د مرستو پروګرامونه هم شامل دي.
دغه ټول پروګرامونه د ۹۰ ورځو لپاره ځنډول شوي دي.