خبرونهنړۍ

اندونیزیا له سوریې څخه د داعش د کورنیو د ستنیدو بهیر څيړي

کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د اندونیزیا حکومت ویلي: د سوریې له الهول او روجه کمپونو څخه له داعش څخه د جلا شویو کورنیو د راستنیدو بهیر له څلور کلن ځنډ وروسته څېړي او  په دې غور کوي، چې څه ډول ېې اتباع بیرته خپل هېواد ته را ستانه شي.

اټکل کېږي چې په دغو دوو کمپونو کې شاوخوا ۵۲۹ اندونیزیايي وګړي ژوند کوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.