افغانستانخبرونه

نیمروز کې پر نشه يي توکو ٢٧ روږدي کسان سړې هوا مړه کړي

کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

 په نیمروز ولایت کې ځایي سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز او ځینو نورو سیمو کې په تېرو دوو اوونیو کې د سړې هوا او سرپناه نشتون له کبله پر نشه یي توکو روږدي لږ تر لږه ۲۷ کسانو ژوند بایللی دی.

یوې روغتیایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د مړو شویو کسانو جسدونه د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار له بېلابېلو سيمو څخه د ښاروالۍ په مرسته روغتیایي ټیمونو را ټول کړي او د دغه ولايت روغتون ته یې انتقال کړي دي.

یادې سرچینې د مړو شویو کسانو د مړينې لامل لوږه، سړه هوا او د سرپناه نشتوالی ښودلی دی.

سرچينو څرګنده کړې، چې د ۱۴ قربانیانو هويت معلوم شوى او د ١٣ نورو هویت لاهم څرګند نه دی.

له دې څه موده وړاندې هم په دغه ولایت کې لسګونه روږدي کسان د سړې هوا او خوراکي توکو نشتون له کبله مړه شوي وو.