ټیکنالوژي

په ۵۰ زره راتلوونکو کلونو کې به انسانان څنګه ښکاري؟

کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

“ډېلي ګلکسي” وېبپاڼې په یوه راپور کې لیکلي: ساینسپوهان په دې باور دي چې ښايي انسانان په ۵۰ زره راتلوونکو کلونو کې له جنیتي پلوه ډېر یو شان شي.

دغه ویب پانې زیاته کړې؛ د مختلفو نژادونو، مذهبونو او ملیتونو د خلکو د کډوالۍ او خپل منځي ودونو سره، د ځینو سیمو سره تړلي ځانګړتیاوې لکه د افريقا تور پوستکي یا د سکینډینیویان روښانه پوستکي، ممکن په نړیوال اوسط کې مخلوط شي.