کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو تر ولکې لاندې د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په غور ولایت کې د بندبکک لاره د واورې د ورښت له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د دغه وزارت لپاره طالب ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې یاده لاره په بندبکک سیمه کې تړل شوې چې د بېرته پرانیستلو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې سالنګونو کې د تېرې شپې راهیسې د واورې نرم اورښت دوام لري او مسافروړونکي وسایط له دواړو لورو او بار وړونکي وسایط په نوبتي ډول له یوه لوري څخه تګ راتګ کولای شي.
حقشناس له ټولوهېوادوالو او موټر چلوونکوغوښتي چې د یادې لویې لارې څخه د سفر پرمهال دې د وسایطو لپاره ځنځیر (چين)، ژمنۍ تودې جامې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځان سره ولري.