کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو تر ولکې لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې رياست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی دی.
خبرپاڼه کې په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغيس، فارياب، جوزجان، سرپل، باميان، دايکنډي، پکتيکا، غزني، پکتيا، خوست، لوګر، ميدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر، او بدخشان ولايتونو کې د سالنګونو په ګډون د درنې واورې او باران اټکل شوی دی.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې او په لوړو سيمو کې د واورې اندازه له ۱۰ تر ۵۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو له دې وړندې ویلي و، چې سږنی سخت ژمی ښايي د افغانستان د میلیونونه خلکو ژوند وګواښي.