کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په پروان کې محلي سرچیني وایې چې د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې وژل شوی ځوان مصور نومېده چې تېره ورځ یې ځایي خلکو جسد د پروان جبلالسراج ولسوالۍ اړوند په عابدخېلو کلي کې موندلی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د وژل شوي ځوان پر بدن له نښو علامو څرګندیدل چې لومړی په ډزو وژل شوی او بیا یې جسد غورځول شوی دی.
پروان کې طالب چارواکو تراوسه د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندېښمن کړي، خو طالب چارواکي بیا د دا ډول پېښو لامل تر ډيره شخصي دښمنۍ بولي.