کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د خبریالانو نړیوال فدراسیون IFJ وایي چې ۲۰۲۴ کال د خبریالانو لپاره ډېر خونړی کال و او په دغه ۱۲ میاشتو موده کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۱۲۲ خبریالان او د رسنيو کار کوونکي وژل شوي دي.
دغه سازمان وايي، ډېره مرګ ژوبله د منځني ختيځ په عربو هېوادونو کې اوښتې ده.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون دغه کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال بللی، د خبریالانو مرګ ژوبله يې غندلې او د ملګرو ملتونو لخوا د خبریالانو د خوندیتوب منل شوي اصولو باندې يې ټينګار کړی دی.
د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د معلوماتو له مخې ۱۸ خبریالان یوازې د ډیسمبر میاشتې په وروستيو شلو ورځو کې وژل شوي دي.