افغانستانخبرونه

وسله والو غلو په کابل کې یو صراف وژلی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په کابل کې یو شمیر ځایي سرچینو ویلي، چې وسله والو غلو د کابل ښار په قصبې سیمه کې یو صراف په ډزو وژلی دی.

د سرچینو د مالوماتو له مخې دغه پېښه تېره ورځ د کابل په قصبې سیمه کې رامنځته شوې او وسله والو غلو شاوخوا درې زره ډالره نغدې پیسې هم وړې دي.

د سرچینو په وینا، وسله‌والو غلو لومړی دا صراف د چړو په ګوزارونو ټپي کړی او وروسته یې د تومانچې په ډزې وژلی دی.

د مالوماتو له مخې دا ځوان صارم نومېده او تازه په کابل کې له یوه ښوونځي فارغ شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې له دې دوه ورځې وړاندې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره هم وسله والو غلو د پوهنتون یو استاد لوټلی و او له هغه یې کمپوټر، مبایل، پېسې او نور لازم وسایل غلا کړي وو.